IQNA

 په پاکستان کې د معنوي  او زیارتي ټوریزم  پیکیج پلان شو

11:14 - February 02, 2025
د خبر لمبر: 3490573
ایکنا – د ایران د اسلامی  انقلاب د ولولناک بریالیتوب د شپږڅلویښتمې  کلیزې او د سباؤن لسیزې  ایام الله د رارسیدا  په مناسبت په ایران کې د  امامیّنو او امامزادګانو له حرمیّنو سره د  پاکستان د مذهبی ټونلې د لازیاتې بلدتیا په خاطر ، د ایران د مذهبی ښارونو د معرفي کولو په چورلیزتوب سره د معنوي او زیارتي ټوریزم پیکیج پلان او برابر شو.

ایکنانیوز  د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د اطلاع رسونې د عمومي اړیکو د  دفتر له قوله راپور راکړی،  په دغه پلان شوي پيکیج کې  د متن او ویډیوئي فایلونو څخه د استفادې لپاره د  کلتور او اسلامی  ارتباطاتو د ادارې په ؛ دماوند؛ سسټة سره  د  QR Code  له لارې ډیزاین ، لینک او تولید ترسره شوی دی.

په دغه بهیر کې  د مشهد، قم ، شیراز او ری شهر پشمول د ایران دمختلفو ښارونو د مذهبی او زیارتي او ټوریسټي مرکزونو د  معنوي او جذابو انځورونو پشمول ۳۰  ټولګو لینک  سره نښلول شوی دی څو دلچسپي لرونکي د موجودو انځورونو پر لیدو سربیره ،  له هر تصویر سره اړونده  ویډیوګانې  هم وګوري او اړونده  متنونه هم مطالعه  کړي.

 ددغې ټولګې  موخه  د ایران دا سلامی جمهوریت دتمدن او کلتور سره  لیوالو او ټوریسټو د توجه جلبول او د ایران په باب دقیق او جامعو اطلاعاتو وړاندې کول دي . همداراز هڅه شوې ده څو  محتوا داسې پلان شي ، چې د  هر عمر ټوله وګړو لپاره د درک وړ او ګټه وره وي. 

https://iqna.ir/fa/news/4263131

captcha